Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی.
۱ جوزا ۱۴۰۴

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی.



د اسراییلو چارواکي وايي چې له یمن څخه د دوی پر مرکزي سیمو وېشتل شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.

دغه توغندی نن پنجشنبه، مې ۲۲مه، سهار مهال له یمن توغول شوی دی.

د اسراییلو پوځ په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

دا په روانه میاشت کې له یمن پر اسراییلو څلورم توغندیز برید دی چې کېږي. د یادو توغندیزو بریدونو ډېری مسوولیت د حوثیانو ډله پر غاړه اخلي.

تېره اوونۍ د دوشنبې او پنجشنبې پر ورځو هم حوثیانو پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي و چې د اسراییلو په وینا، شنډ شوي دي.

همداراز د روانې میاشتې په لومړیو کې د اسراییلو بېن‌ګوریون هوايي ډګر مخته د یوه توغندي د لګېدو له کبله، یوشمېر کسان ټپیان شول او د یاد هوايي ډګر الوتنې وځنډول شوې.

حوثیان وايي چې غزه کې د فلسطینیانو په ملاتړ، پر اسراییلو توغندیز بریدونه کوي او په وینا یې، تر هغو به روان وي چې اسراییلو جګړه نه‌وي درولي.

مطالب

له یمن پر اسراییلو
توغندیز برید شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ