Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې ۱۹ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.
۱۷ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې ۱۹ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.



د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې شمال کې د یوې پېښې پرمهال یې ۵ سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

اسراییل ټایمز رسنۍ راپور ورکړی چې تېره شپه (دوشنبه، سرطان ۱۶) د غزې «بیت‌حانون» سیمه کې د یوې پېښې پرمهال ۵ سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

راپور کې ویل شوي، اسراییلي پوځیانو ته نژدې چې پلي روان وو د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې ۱۲ نور پوځیان په کې ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ د پېښې څرنګوالي په اړه ‌ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې ښايي حماس یا غزه کې نورو وسله‌والو ډولو پلان جوړ کړی وي.

د غزې شمال کې دې وروستیو اونیو کې د اسراییلي ځواکونو او فلسطیني ډلو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. دغه سیمه کې د اسراییل هوايي او ځمکني بریدونه اوس هم دوام لري.

مطالب

غزه کې ۱۹ اسراییلي
سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ