Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلو لبنان کې هوايي بریدونه کړي.
۱۶ جوزا ۱۴۰۴

اسراییلو لبنان کې هوايي بریدونه کړي.



په داسې حال کې چې د لبنان په بېلابېلو سیمو کې خلک د لوی اختر لمانځنې لپاره پر چمتووالي بوخت وو، اسراییلو د پلازمېنې بیروت اړوند او نورو سیمو کې پراخ هوايي بریدونه کړي دي.

د وفا خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

تراوسه په دې بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د اسراییلو پوځ وايي چې په دې بریدونو کې یې، د حزب‌الله د ډرون الوتکو د جوړولو تاسیسات په نښه کړي دي.

د بیروت په سوېلي څنډو د داهیه په نوم سیمه کې لږترلږه ۱۰ بریدونه شوي دي. دغه بمباري شاوخوا ۹۰ دقیقې وروسته له هغې پیل شوه چې اسراییلي پوځ په سیمه کې د څلورو ځایونو د تخلیې خبرداری ورکړ.

له حزب‌الله د اوربند له ماتولو وروسته دا څلورم ځل دی چې اسراییل پر بیروت هوايي بریدونه کوي. تراوسه د حزب‌الله له لوري د اسراییلو د یادو بریدونو په تړاو غبرګون نه‌دی ښودلی.

مطالب

اسراییلو لبنان کې
هوايي بریدونه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ