د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې روسیه له اوکراین سره د جګړې په اړه د سولې درېيم پړاو خبرو ته چمتو ده.
پوتین پرون خبريالانو ته وویل، چې ممکن دغه خبرې په استانبول کې ترسره شي؛ خو نور جزيات یې نه دي ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې د خبرو بل پړاو ممکن سولې ته نږدې والی راولي، ځکه چې د دواړو هېوادونو د سولې د یادښتونو شرایط «په مطلق ډول متضاد» پاتې دي.
که څه هم تر اوسه د یوه پراخ اوربند په اړه موافقه نه ده شوې؛ خو خبرو اترو د یو شمېر مهمو بنديانو تبادلې ته زمینه برابره کړې ده.