Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګو کې د خلکو په مرسته یو ښوونځی بیاورغول شو.
۳ حمل ۱۴۰۴

میدان وردګو کې د خلکو په مرسته یو ښوونځی بیاورغول شو.

د میدان‌ وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت جغتو ولسوالي کې د «غازي محمدجان خان» ښوونځی د ولسي وګړو په مالي ملاتړ بیاورغول شو. د دغه ولایت د پوهنې رییس محمد عثمان حریت وايي، دغه ښوونځی د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ولسي وګړو په مرسته بیاروغول شو. هغه وویل، ولسي وګړو د دغه ښوونځي احاطوي دیوال او درسي ټولګي بیارغولي او ورته یې اړین وسایل هم پېرلي دي.

مطالب

میدان وردګو کې
د خلکو په مرسته
یو ښوونځی
بیاورغول شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ