Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان سوپرلیګ؛ لاهور له کوېټې سره لوبه کوي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

د پاکستان سوپرلیګ؛ لاهور له کوېټې سره لوبه کوي.

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې نن یکشنبه، اپرېل ۱۳مه لاهور قلندرز له کوېټه ګلاډیاټورز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه ۷:۳۰ بجې د پاکستان په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

کوېټه ګلاډیاټورز خپله لومړۍ لوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه او د یاد لیګ د لوبډلو جدول کې لومړی ځای لري.

لاهور قلندرز بیا په یوې ماتې سره د جدول پنځم ځای خپل کړی دی.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې قلندرز درې ځلې او ګلاډیاټورز بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

د پاکستان سوپر لیګ تېره جمعه، پیل شو چې دوه افغان لوبغاړي نجیب‌الله ځدراڼ د پېښور زلمي او محمدنبي د کراچي کنګز لپاره لوبېږي.

د یادو سیالیو په پرونیو لوبو کې کراچي کنګز ملتان سلطانز او کوېټه ګلاډیاټورز، پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه.

تر دې مهاله د یاد لیګ درې لوبې شوي چې کوېټې، اسلام‌اباد او کراچي خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې دي.

مطالب

د پاکستان سوپرلیګ
لاهور له کوېټې سره لوبه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ