Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست مرکزي زندان کې د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو.
۳ دلو ۱۴۰۳

د خوست مرکزي زندان کې د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو.



د خوست په مرکزي زندان کې په لومړي ځل د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شوی دی.

د حرفوي زده‌کړو دغه مرکز کې به ۶۰ زندانيانو لپاره د برښنا په برخه کې زده‌کړې ورکړل شي او شپږ مياشتې به دوام وکړي.

د مسوولانو په وينا، له دې پروسې موخه دا ده چې زندانيان له ازادېدو وروسته بيا جرمونو ته مخه نه‌کړي او د خپلو کورنيو اړتياوې په اړوند برخه کې له کار کولو پوره کړي.

د خوست د زندان امر ذبېح‌الله طلحه وايي چې په راتلونکي کې به نورو زندانيانو ته هم په بېلابېلو برخو کې د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

زندانيان هم خوښ دي چې د برق په برخه کې ورته د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره شوې.

د خوست مرکزي زندان کې یوه بندي فضل‌الرحمن وويل چې حرفوي زده‌کړې به له زندانيانو سره له زندان تر ازدېدو وروسته مرسته وکړي چې خپلو کورنيو ته حلاله نفقه پيدا او له جرمونو راوګرځي.

هغه غوښتنه وکړه چې په نورو حرفو کې دې هم ورته د زده کړو فرصت برابر او دا پروسه دې لا پسې پراخه شي. دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۹۸۸ زندانيان ساتل کيږي.

مطالب

خوست
د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو اداره

دا خبر نورو سره شریک کړئ