Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د حیرتان-مزارشریف لارې د ګټې اخیستنې او ساتنې تړون وغځول شو.
۵ ثور ۱۴۰۴

د حیرتان-مزارشریف لارې د ګټې اخیستنې او ساتنې تړون وغځول شو.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال او مل پلاوي ازبکستان ته د سفر پرمهال د حيرتان بندر د ګټې اخیستنې، څارنې او ساتنې تړون او د ياد بندر د ريلي ترميماتو تړون د ۲ نورو کلونو لپاره غځولی دی.

 د دغه سفر په جريان کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ازبکستان د سوګديانا ټرانس کمپنۍ د ریيس جمشيد اقا ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دغه سفر کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د افغان-ټرانس پروژې د عملي چارو د پيل کېدو په تړاو هم خبرې اترې شوې دي، چې ازبکستان هېواد د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجۍ (Feasibility Study)  چارو مالي تمويل په غاړه اخيستی او په نږدې راتلونکې کې به يې چارې پيل شي.

مطالب

د حیرتان-مزارشریف
لارې د ګټې اخیستنې او ساتنې
تړون وغځول شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ