Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یوولس ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل شوی.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

یوولس ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل شوی.

د ټرانسپورټ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په یوولس ولایتونو کې د باران او له امله یې، د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې «نن پنجشنبه، غويي یوولسمه» د هېواد په بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننگرهار، پنجشېر، پروان، بغلان، پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو کې د اورښت اټکل شوی دی.

د هواپېژندنې ریاست په یادو ولایتونو کې د اورښت کچه له لسو څخه تر ۳۰ ملي مټرو پورې ښودلې ده.

په ورته مهال د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د هېواد په سوېلي‌، لوېدیځ، سوېل‌ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د تندو بادونو اټکل هم شوی چې چټکتیا یې، په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره اټکل شوی دی.

هرکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د موسمي اورښتونو له امله د سېلابونو د راوتلو لامل کېږي چې ډېری وخت د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړوي.

مطالب

یوولس ولایتونو کې
د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ