Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خصوصي سکتور غړي د کابل ده‌سبز کې صنعتي پارک جوړي.
۱۸ حمل ۱۴۰۴

د خصوصي سکتور غړي د کابل ده‌سبز کې صنعتي پارک جوړي.


د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د هېواد د خصوصي سکټور یوشمېر غړو د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره کتنه کې ویلي، غواړي د کابل ده‌سبز ولسوالي کې د ۱۲ میلیون ډالرو په پانګونې یو صنعتي پارک جوړ کړي.

دغه پارک به په زر جریبه ځمکه جوړ شي چې ورسره به سلګونه صنعت کارانو ته د فعالیت او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دې پلان هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې د یاد پارک د جوړولو پروپوزل له دغه وزارت سره شریک کړي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو د افغانستان ځان بسیاینې لپاره پر هڅو او د خصوصي سکتور په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د کېندنې په ګډون اوږدمهاله پروژې پیل کړي.

مطالب

د خصوصي سکتور غړي
د کابل ده‌سبز کې
صنعتي پارک جوړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ