د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خبر ورکړی، چې نن د دوشنبې په ورځ به د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.
سرچینې ویلي، تمه ده چې دې غونډه کې به د نړۍ هېوادونه د افغانستان د روان وضعیت او د پایلو ارزونه وکړي او دا وڅېړي، چې دا وضعیت د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره څه معنا لري.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې به یوه پرېکړه لیک تصویب شي چې افغان ولس په ځانګړي ډول له ښځو سره د نړۍوال ملاتړ څرګندونه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پرون پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تمه ده په دې پرېکړه لیک کې د نړۍوالې ټولنې ژمنتیا، د افغانانو حقونه، کرامت او هیلو په برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، بیا تایید شي.