Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغاني سرې میاشتې ټولنې میدان‌وردګ کې سېلاب‌ځپلیو سره مرسته کړې.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

افغاني سرې میاشتې ټولنې میدان‌وردګ کې سېلاب‌ځپلیو سره مرسته کړې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوېل‌ختیځ زون رییس مولوي سیدمنهاج الدین هاشمي په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې وویل، د یاد ولایت په چک ولسوالي کې له ۴۴ سېلاب‌ځپلیو کورنیو مرسته کړې ده.

هاشمي زیاته کړه، هرې سېلاب‌ځپلې کورنۍ ته د سرپناه لپاره خېمې، ترپالونه، د اشپز خانې کېټونه، غنم او یو شمیر نور خوراکي توکي ووېشل شول.

د نوموړي په وینا، په نږدې ورځو کې به ددغه ولایت په نرخ ولسوالي کې هم په ورته ۴۱ سېلاب‌ځپلیو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم میدان‌وردګ کې د حکومت او یوشمېر موسسو له لوري پر سېلاب‌ځپلیو کورنیو ورته مرستې وېشل شوې دي.

مطالب

افغاني سرې میاشتې ټولنې
ټولنې میدان‌وردګ کې
سېلاب‌ځپلیو سره مرسته کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ