Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تورخم دروازه د مسافرو پر مخ هم خلاصه شوه.
۲ حمل ۱۴۰۴

تورخم دروازه د مسافرو پر مخ هم خلاصه شوه.

د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي، تورخم لاره چې وړمه ورځ د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوې وه، له دوه ورځني ځنډ وروسته نن د مسافر پرمخ هم پرانیستل شوه. یاده لار چې ټاکل شوې وه، د جمعې ورځ خلاصه شي، له کرښې هغې غاړې ته د وسایلو د تخریب له وجې یې پرانیسته یو ورځ ځنډېدلې وه. بل لور ته د ننګرهار اطلاعاتو امر ویلي، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله زرګونه مسافر دواړو غاړو ته بند پاتي، چې له امله یې هلته ډېره ګڼه – ګوڼه رامنځته شوې ده.  نوموړی زیاتوي، چې دغه ګڼه ګوڼه به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې کمه شي، چې له همدې امله خلکو څخه غوښتنه کوي، چې د امکان تر بریده دوه ورځې انتظار وکړي، څو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله تکلیف سره مخ نه شي.

مطالب

تورخم دروازه
د مسافرو پر مخ
هم خلاصه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ