د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ناڅاپي ناروغۍ له امله کراچۍ کې یوه روغتون کې بستر شوی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې د نوموړي څو طبي معاینات ترسره شوي، او ډاکټران یې روغتیایي وضعیت په دقت سره څاري.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري څه موده وړاندې دوبۍ کې له الوتکې د کوزېدو پر مهال غورځېدلی و او پښه یې ماته شوې وه.