Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا کې د ټرمپ محبوبیت له ۴۷ څخه ۴۳ سلنې ته ټیټ شوی.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

امریکا کې د ټرمپ محبوبیت له ۴۷ څخه ۴۳ سلنې ته ټیټ شوی.

پر امریکا د ډونالډ ټرمپ له بیاځل واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د نوموړي محبوبیت له ۴۷ څخه ۴۳ سلنې ته ټیټ شوی دی. 

د ګیلپ د نظر پوښتنې له مخې، ټرمپ دا مهال د امریکا په خلکو کې ۴۳ سلنه محبوبیت لري او دا نظرپوښتنه د محبوبیت ۴ سلنه ټیټوالی ښیي. 

نظر پوښتنه کاږي، چې د ټرمپ د ۲۰۲۵ کال پروژې، د تعرفو ګواښونو او د دولتي ادارو په تړاو نادر نظریات د دې لامل شوي، چې د امریکا په خلکو کې یې محبوبیت کم شي. 

سرچینه زیاتوي، چې د اېلن ماسک مداخلې او د سېګنال د چټونو د محرمو خبرو خپرېدل هم د هغه د محبوبیت د کمېدو لامل شوی دی. 

د نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۳۸ سلنه خلک د ټرمپ له سوداګریزو پالیسیو خوښ دي او د اقتصاد او نورو مسایلو په اړه یې ملاتړ کم شوی دی.

مطالب

امریکا کې د ټرمپ
محبوبیت له ۴۷
سلنې ته ټیټ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ