Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پروان کې د ۱۸کیلومتره سړک غولو چارې پیل شوې.
۳ سرطان ۱۴۰۴

پروان کې د ۱۸کیلومتره سړک غولو چارې پیل شوې.



د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق رسنیو ته وویل، د شینواري ولسوالي «کفشان‌دره» کې د شلو کلیو لپاره د ۱۸.۵ کیلومتره سړک بیارغولو چارې پیل شوې.

دی وايي، د سړک رغولو پرمهال به د سړک غاړو ته استنادي دېوالونه او پلچکونه هم په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

د دغه سړک په رغولو څه باندې ۱۲ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال به د شینواري ولسوالي لسګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي او شاوخوا ۸ زره کورنۍ به له دغه سړک څخه استفاده وکړي.

د پروان د شینواري ولسوالي «کفشان‌دره» ګڼ نفوسه او صعب‌العبور سیمه ده چې تېرو کلونو کې یې پراختیا ته ډېره کمه توجه شوې ده.

مطالب

پروان کې د ۱۸کیلومتره
سړک غولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ