Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د تورخم دروازې بندېدل؛ زرګونه باروړونکي موټر درېدلي پاتې دي.
۱۰ حوت ۱۴۰۳

د تورخم دروازې بندېدل؛ زرګونه باروړونکي موټر درېدلي پاتې دي.

د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو له امله د افغانستان او پاکستان څه باندې ۴ زره بار وړونکې موټر د دروازې په دواړو غاړو کې درېدلي پاتې دي. د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رييس خان جان الکوزی وايي، د افغانستان اړوند له خوسا کېدونکو سوداګریزو توکو بار۱۵۰ موټر بېرته پاکستان ته ګرځول شوي دي. تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه مهمه لار بلل کېږي، له یوې اونۍ راهیسې د پاکستان له خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. یو شمېر سوداګر وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او یو شمېر صادراتي توکي یې هم خراب شوي دي.

مطالب

د تورخم دروازې بندېدل
زرګونه باروړونکي موټر درېدلي پاتې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ