Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې په ۲۰۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونه جوړېږي.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې په ۲۰۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونه جوړېږي.

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د هندي بانګوالو له لوري د اوسپنې ویلې‌کولو کارونه جوړېږي.

د یاد ولایت له مقام څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ په دې اړه هندي پانګوالو د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د مرکز میدانښار په «کوټه عشرو» سیمه کې د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړیږي چې په منځیني ډول به هره ورځ ۱۲۵۰ ټنه اوسپنه تولیدوي او زرګونه کسانو ته به په‌کې د کارکولو زمینه برابره شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ هندي پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې ولایتي اداره به د یادې فابریکې په جوړیدو کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه په نورو پانګوالو هم غږ وکړ چې په میدان وردګ ولایت کې پانګونه وکړي او د پخوا په پرتله اوس مهال د هیواد په ټولو سیمو کې امنیت خوندي شوی او د پانګونې لپاره پراخ فرصتونه رامنځته شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
په ۲۰۰ میلیونه ډالرو
د اوسپنې ویلې‌کولو
کارخونه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ