Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو استنادي دېوال جوړېږي.
۲۴ دلو ۱۴۰۳

لغمان کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو استنادي دېوال جوړېږي.

د لغمان ولایت په مرکز شمټیو او نیلاواټ سیمه کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د لغمان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، چې دغه دېوال ۳۵۰ متره اوږدوالی، ۴.۵ متره لوړوالی او ۲.۵ متره پلنوالی لري. د مسوولینو په خبره د دې پروژې ټولیز لګښت ۱۱ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ دی، چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلي کېږي. مسوولین وایي، چې د یاد دېوال د جوړېدو په بهیر کې به ۲۲۴ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. سرچینې زیاته کړې، چې د دې دېوال د جوړېدو چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړ شي، چې په دې سره به ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

مطالب

لغمان کې
د ۱۲ میلیونه افغانیو
په لګښت یو استنادي
دېوال جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ