Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کابل ارغندۍ کې د ټرانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.
۳ حمل ۱۴۰۴

د کابل ارغندۍ کې د ټرانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال نن د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ارغندې ټرانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه. هغه هېواد کې د ټرانسپورټي زېربناوو د پراختیا په برخه کې د ارغندې ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او ویې ویل، دغه ترمینل کې ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي. نوموړی وايي، د ټرانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي. هغه د دې پروژې له قراردادي شرکت وغوښتل چې په ښه کیفیت یې چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي. د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

مطالب

د کابل ارغندۍ کې
د ټرانسپورټي ترمینل
جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ