Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سعودي عربستان دفاع وزیر نن ایران ته په سفر ځي.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

د سعودي عربستان دفاع وزیر نن ایران ته په سفر ځي.

ټاکل شوې د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان نن د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په موخه ایران ته سفر وکړي. 

د ایران نُوانس خبري ویب‌پاڼې دغه سفر د سیمې د دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ښه کېدونکو اړیکو د لا پیاوړتیا په لور یو مهم ګام یاد کړی دی. 

د ۱۴۰۲ کال له پسرلي راهیسې چې له اوو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل بیا پرې شوې ډیپلوماتیکي اړیکې پیل شوې، دا تهران ته د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو تر ټولو د لوړې کچې رسمي سفر دی.

 د مالوماتو له مخې، خالد بن سلمان به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران له جګپوړو پوځي او سیاسي چارواکو، له هغې جملې د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري سره، وګوري.

مطالب

د سعودي عربستان دفاع وزیر
دفاع وزیر نن ایران ته په سفر ځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ