بېنټ:د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان ښه چلن او ملاتړ ته اړتیا لري
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي
ریچارډ بېنټ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې په پاکستان کې د افغان
کډوالو نیول کېدو او پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړې. بېنټ زیاته کړې،
چې د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان ښه چلن او ملاتړ ته اړتیا لري. هغه پر
ټولو هېوادونو غږ کړی چې کوربه هېوادونو ته اړینه بودیجه په واک کې ورکړي.
بېنټ د افغانانو د مېشتولو او ځای پر ځای کولو لپاره د مناسبو حل لارو په
رامنځته کولو ټینګار کړی دی.د یادولو وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو ورځو
کې هلته د مېشتو افغانانو د نیولو او جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده.