Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوریه کې د دوو ورځو پرمهال ۱۳۵ کسان وژل شوي.
۲۵ سرطان ۱۴۰۴

سوریه کې د دوو ورځو پرمهال ۱۳۵ کسان وژل شوي.



د سوریې د بشرحقونو څـار سازمان وايي چې د یاد هېواد په سویدا سیمه کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳۵ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې پرون سه‌شنبه، جولای ۱۵مه د دولتي ځواکونو له لوري په سویدا کې د دروزي لږکیو اړوند ۱۹ ملکیان اعدام شوي دي.

د سوریې په سویدا کې د روانې جولای پر ۱۳مه دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د سني او دروزي وسله‌والو ترمنځ د انسان تښتونې او نښتې وشوې.

د سوریې د اوسني حکومت پوځیان چې سویدا ولایت ته د یادو نښتو د مخنیوي لپاره ورغلي وو، د دروزي قبیلې له وسله‌والو سره په نښته شول.

پرون سه‌شنبه، د دروز مذهبي مشرانو پر خپلو وسله‌والو غږ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره له جګړې لاس واخلي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

وروسته له هغې چې سویدا ولایت کې د سوریې دفاع وزارت اوربند اعلان کړ، د دروز یوه مذهبي مشر چې د اوسني حکومت مخالف دی، وویل چې اوربند پر دوی تحمیل شوی او په وینا یې، سیمه کې لاهم دولتي ځواکونه بریدونه کوي.

دروزي مذهبي چې سوریه، لبنان، اردن او اسراییلو کې اوسېږي، د سوریې اوسنیو واکمنانو ته د شک په سترګه ګوري.

مطالب

سوریه کې د دوو ورځو پرمهال
۱۳۵ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ