Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې لوږه؛ تازه ۲۹ کسانو ژوند بایللی.
۲ جوزا ۱۴۰۴

غزه کې لوږه؛ تازه ۲۹ کسانو ژوند بایللی.



د راپورونو پر اساس، د غزې روغتیا وزارت ویلي چې دې وروستیو ورځو کې غزه کې ۲۹ ماشومانو او سپین‌ږیرو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور د لوږې خطر سره مخ دي.

د غزې روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلي ځواکونو محاصرې له امله هلته لوږه او قحطي په بې‌مخینې ډول پراخه شوې.

غزه کې دغو ۲۹ کسانو داسې مهال د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي.

الجزیرې شبکې درې ورځې وړاندې راپور ورکړی وو چې د تېرې مارچ میاشتې له دوهمې نېټې راهیسې د اسراییل محاصرې په دلیل، غزه کې لوږې ۳۲۶ کسان مړه کړي.

ورته وخت کې راپورونو کې ویل شوي چې د پنجشنبې له سهار راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۸۵ کسان وژل شوي.

ځايي سرچینو ویلي چې د پرلپسې بمباریو له امله تلفات مخ په زیاتېدو دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د تېر کال اکټوبر میاشت راهیسې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له امله لږ تر لږه ۵۳زره او ۷۶۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۲زره او ۱۹۷ نور ټپیان شوي دي.

سره له دې چې برتانیې، فرانسې او کاناډا ګواښ کړی که پر غزې بریدونه ونه‌درول شي او د مرستو لېږد مخنیوی وشي، نو پر اسراییل به بندیزونه ولګوي، خو اسراییلي ځواکونه لاهم خپلو بمباریو ته دوام ورکړی دی.

مطالب

غزه کې لوږه؛ تازه
۲۹ کسانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ