Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاناډا کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې په موټر د برید له امله ۷ کسان ټپیان شوي.
۷ ثور ۱۴۰۴

کاناډا کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې په موټر د برید له امله ۷ کسان ټپیان شوي.

د کاناډا په وانکوور کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې د موټر وروستلو له کبله تر دې مهاله اووه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

دغه مرګ‌ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې په وانکوور کې د «لاپولاپو» په نوم فسټیوال کې پر راټولو شویو خلکو یوه موټرچلوونکي خپل موټرو وخېژاوه.

لاپو لاپو مراسم په کاناډا کې د فلیپیني ټولنو له لوري جوړېږي. لاپولاپو په فلیپین کې د ۱۶مې پېړۍ د استعمار ضد مبارزه څېر ده او دغه فسټوال، هر کال د نوموړي په ویاړ او درناوي په موخه جوړېږي.

د ونکوور پولیس وايي چې پېښه کې یوشمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي، خو د کره شمېر په اړه یې، څه نه‌وايي.

دې مراسمو ته زرګونه کسان ورغلي وو. بل‌خوا یوشمېر نړیوالو رسنیو بیا له خپلو سرچینو راپور ورکړی چې دې برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.

سیمې ته پولیس او مرستندویه پرسونل رسېدلی او د کاناډا یوشمېر چارواکو پر ټولنیزو رسنیو دغه برید غندلی دی.

مطالب

کاناډا کې
د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې
په موټر د برید له
امله ۷ کسان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ