Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنځو ولایتونو کې پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي.
۱۶ حمل ۱۴۰۴

پنځو ولایتونو کې پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي.

پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د یادې ادارې اړوند ریاستونو ته د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړوي.

د یادې ادارې رییس ملا نورالدين ترابي وایي، سږکال به د کندهار په ګډون د پنځو ولایتي رياستونو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي چې په وینا یې، کاري بهير به یې، چټک او د طبیعي پېښو زيانمنو ته به رسېدنه اسانه شي.

هغه وویل: «دا پلان دی چي  اسلامي د خپلې بودیجې پر مټ یاد ریاستونو ته ودانۍ جوړې کړو چې اوس مهال مو پنځه ولایتونو کي د دغه ودانیو رغنیزې چارې پیل کړې دي.»

د یادو ودانیو د جوړېدو په لړ کې کندهار لپاره د دې ادارې اړوند ودانۍ عینوښارګوټي کې پر یو جریب ځمکه د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو مياشتو پر ترڅ کې جوړېږي.

بل‌خوا د کندهار ولایتي مسوولان وایي، هڅه کوي د دولتي ادارو د فعاليت د چټکتیا لپاره په لوړکیفیت ودانۍ جوړې کړي.

د کندهار د والي مرستیال محمدصادق انقلابي وویل: «موږ ډېره زیاته مننه کوو چي زموږ د ریاست لپاره یې نوې ودانۍ پلان کړې ده. د دې په جوړولو سره به زموږ کاري بهیر کې هم چټکتیا رامنځته شي.»

د کندهار پېښو پروړاندې د مبارزې رییس عبدالسلام عمري وویل: «د دې ودانیو جوړول، زموږ او د عامه ولسونو یو ګډ مسؤلیت دی ، دا په رښتیا یو غټ خدمت دی اوموږ د ورته خدماتو دوام ته چمتو یوو.»

پېښو ته د رسېدنې ملي ادارې د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په ګوټ‌ګوټ کې  د خلکو او سيمه‌ییزو چارواکو په مرسته د طبیعي پېښو د خطرونو مخنیوي وقايويي سروې پېل کړې چې له بشپړېدو سره به یې ټولو ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو د ژغورنې پروژې پلي شي.

مطالب

پنځو ولایتونو کې
پېښو سره د مبارزې امادګۍ
ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ