Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د دمشق په یوه کلیسا کې ځانمرګی برید؛ د وژل شوو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی.
۲ سرطان ۱۴۰۴

د دمشق په یوه کلیسا کې ځانمرګی برید؛ د وژل شوو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی.

 د راپورونو له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې په یوه کلیسا کې د یکشنبې ورځې ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲ نور ټپیان دي.

رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سوریې د پلازمېنې دمشق د «مار الیاس» په کلیسا کې د پروني ځانمرګي برید له امله لږ تر لږ ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

په راپور کې د سوریې د کورنیو چاور وزارت له قوله لیکل شوي: «ځانمرګی بریدګر د اسلامي دولت غړی و، هغه کلیسا ته ننوت، ډزې یې وکړې او بیا یې خپل له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دا په دمشق کې لومړی ځانمرګی برید دی چې ترسره کېږي.

مطالب

د دمشق په یوه کلیسا کې ځانمرګی برید
د وژل شوو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ