Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د پُستي خدماتو له درکه څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
۹ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د پُستي خدماتو له درکه څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د افغان پُست امارتي شرکت له درکه؛ د ١٤٠٣ کال له پيل څخه تر دې دمه د بېلا بېلو پُستي خدماتو د وړاندې کولو له امله څه باندې ۱۱ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي.

د یاد ریاست د آی ټي لوی مدیر او د نشراتو مسؤل نظیرګل حیدري، د پنجشنبې په ورځ زینت راډیو ته وویل، چې تر لاسه شوي عواید، د لوګر اوسېدونکو ته د بېلابېلو پُستي خدماتو د ترسره کولو او د آسانتياوو برابرولو له درکه ترلاسه شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې اوس مهال لوګر کې  دولتي او خصوصي ادارو، مؤسسو، تحصيلي او ښوونيزو ادارو ته د اړينو خدماتو ترڅنګ، د پاسپورټونو د وېش، د سيمکارټونو د خرڅلاو، ورځني اداري مراسلات، له هېواد څخه د بهر او دننه ليکونو، کوچنۍ بستې او د نورو اسنادو د لېږد، رالېږد په برخو کې خلکو ته آسانتياوې شون لري.

ښاغلی حیدري وایي، د راتلونکي ۱۴۰۴ کال لپاره؛ په دې ولايت کې د برښنايي بېلونو د تحويلي، د آریانا افغان هوایي شرکت اړوند الوتکو د ټکټونو د خرڅلاو، د علماء کرامو د تخصصاتو او دیني جامعاتو د ماسټري دورې سندونو طی مراحل او د بهرنیو چارو وزارت مصدقې اسنادونه تايیدولو په برخو کې به هم خدمات وړاندې کیږي.

د يادونې وړ ده، چې د لوګر د پاسپورټ آمريت هم د ۱۴۰۳ کال په ۷ مياشتو کې څه باندې ۷۵ ميليونه افغانۍعوايد راټول کړي دي.

شفیع الله افغانزی
زینت راډيو – لوګر.

مطالب

لوګر کې د پُستي خدماتو له درکه
څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ
عواید راټول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ