Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار؛ روږدو کسانو ته د درملنې تر څنګ حرفوي زده کړې ورکول کیږي.
۶ ثور ۱۴۰۴

کندهار؛ روږدو کسانو ته د درملنې تر څنګ حرفوي زده کړې ورکول کیږي.

د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د معتادینو په ۱۰۰ بستریز روغتون کې روږدو کسانو ته د درملنې تر څنګ حرفوي زده‌کړې هم ورکول کیږي. 

د مالوماتو له مخې یاد روغتون د اروپايي ټولنې په مالي مرسته تمویلیږي. 

د دغه مرکز مسول ډاکټر عبدالفتاح وایي، په نشه‌يي توکو روږدي کسان په دغه مرکز کې د درملنې تر څنګ بېلابېل کسبونه هم زده کوي او د درملنې پر مهال هره میاشت دوی ته نغدي پيسې هم ورکول کېږي. 

په یاد روغتون کې بستر شوي روږدي کسان وایي، خوښ دي، چې دلته یې د درملنې تر څنګ کسب هم زده کړی او وسایل هم ورکول شوي څو خپل کاروبار مخ ته یوسي او دا د دوی لپاره د یوه نوي ژوند په معنا دی.

مطالب

کندهار؛ روږدو کسانو ته
د درملنې تر څنګ
حرفوي زده کړې ورکول کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ