Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل: د ایران پر وړاندې بریدونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي.
۴ سرطان ۱۴۰۴

اسراییل: د ایران پر وړاندې بریدونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي.

د اسراییلو پوځ وايي چې د ټرمپ له لوري د تل‌ابیب او تهران ترمنځ د اوربند پر پلي‌کولو له ټينګار سره سره، لاهم د ایران پروړاندې برید پای ته نه‌دی رسېدلی.

د اسراییلو لوی درستیز ایال زامیر پرون سه‌شنبه، جون ۲۴مه له پوځي چارواکو سره په ناسته کې وویل: «موږ د یوه مهم فصل پای ته رسېدو حال کې یوو، خو د ایران پر وړاندې مو بریدونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه: «موږ د دې کمپاین د لاسته‌راوړنو پربنسټ، نوي پړاو ته داخلېږو. موږ د ایران اټومي او توغندیز پروګرام کلونه شاته کړ او باید ډګر کې پاتې شو.»

د اسراییلو لوی درستیز همداراز دې ناسته کې وویل چې اسراییلو پوځ اوس خپل تمرکز غزې ته اړولی، څو برمته شوي، ازاد او حماس وځپي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند پر پلي‌کېدو ټينګار کړی او له دواړو هېوادونو یې، غوښتنه کړې چې دې اوربند ته ژمن پاتې شي.

بل‌خوا اسراییلو خبرداری ورکړی چې له اوربند څخه د سرغړونې له کبله به کلک غبرګون وښيي. تل‌ابیب همداراز اعلان کړی چې ایران سره جګړه کې یې، ستره بریا ترلاسه کړې او د ایران اټومي او توغندیز ګواښ یې، له‌منځه وړی دی.

مطالب

اسراییل: د ایران پر وړاندې
بریدونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ