د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو
شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره د دغه ایالت د ملي
ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي. دا د تاریخ ترټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل
شوی چې د امریکا دویم ترټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د
اور وژنې ادارې ویلي چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ د اور
خوراک شوي او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي. د اطفايي
زرګونه کارکوونکي د هیلکوپټرو په مرسته د لاس انجلس په درېیو بېلا بېلو
ځنګلي سیمو کې د اور په وژلو بوخت دي. د امریکا د دفاع وزارت وړاندې اعلان
کړی و چې د سمندري ځواکونو هیلکوپټرې چې د اوبو د لیږدولو توان لري، د اور
وژنې لپاره کالیفورنیا ته استوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه اور له
کبله د فدرال اضطراري حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د اور وژلو لپاره
به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړي.