Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې سېلابونه؛ دوو کسانو ژوند بایللی او ۳ ټپیان دي.
۱۹ ثور ۱۴۰۴

خوست کې سېلابونه؛ دوو کسانو ژوند بایللی او ۳ ټپیان دي.



د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز وايي چې نن ورځ له غرمې وروسته د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ اړوند سروبي کلي کې د زيات باران له امله سيلاب رواتلی چې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې ټپيان شوي دي.

د ګربز په وينا، سيمې ته مرستندويه ټيمونه رسيدلي او ټپيان یې ځايي روغتيايي مرکز ته لېږدولي دي.

د مالوماتو له مخې، په ياده ولسوالي کې د نن ورځې اورښتونو خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

دې سره، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صديق اللّه قريشي ویلي، جلال‌آباد ښار کې د ورښت او طوفانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي.

مطالب

خوست کې سېلابونه
دوو کسانو ژوند بایللی او ۳ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ