Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې په ۲.۷ میلیونه افغانۍ سربند او استنادي دیوال جوړېږي.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

پکتیکا کې په ۲.۷ میلیونه افغانۍ سربند او استنادي دیوال جوړېږي.



پکتیکا کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سربند او استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا د اوبو او انرژي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي کې د يوه سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د ۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسوولانو او یوشمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

خبرپاڼه زياتوي د يادې پروژې چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۸۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د دغې پروژې چارې د یو‌اېن‌ډي‌پي«UNDP»  موسسې په مالي ملاتړ د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو کانال او چک‌‌ډېمونه جوړ شوي چې تر ډېره یې، خلکو ته اسانتیاوې برابرې او ګټې رسولې دي.

مطالب

پکتیکا کې په ۲.۷ میلیونه افغانۍ
سربند او استنادي دیوال جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ