Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هېواد د لرو سیمو مېرمنې د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي.
۱۶ دلو ۱۴۰۳

د هېواد د لرو سیمو مېرمنې د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي.

د ملګروملتونو د وګړو صندوق دوشنبه، جنورۍ درېیمه پر اېکس‌پاڼه یوه ویډیويي کلپ ویلي چې افغان ښځې په خپلو سیمو کې خوندي او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله د مړینې له خطر او په بېلابېلو ناروغیو د اخته‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه صندوق زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې ښځو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول اړین دي.

په دغه ویډیو کلپ کې ویل شوي: «افغانستان کې ښځې خوندي، اغېزمنې او اقتصادي روغتیايي پاملرنې ته د نه‌لاسرسي له امله د مړینې او ناروغیو له خطر سره مخ دي. افغان ښځو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او دغه برخه کې دوامداره پانګونه اړینه ده.»

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، دوی د خپلو همکارانو او تمویل کوونکو په همکارۍ هڅه کوي چې افغانستان کې مېندو، نویو زیږیدلو ماشومانو او ځوانانو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کړي.

د هېواد په ځینو کلیو کې یوشمېر ښځې شکایت کوي چې د دوی په سیمو کې روغتیايي خدمات کم او بې‌کیفیته دي.

د بدخشان د یمګان ولسوالي اوسېدونکې بهار وايي: «ژمي کې ډېرې ناروغۍ وي؛ کلینیک لرو، خو مجهز نه‌‌دی، متخصصه قابله نشته. د درملو، وسایلو او متخصصو له کمښت سره مخ یوو او که وغواړو چې ناروغ مو فیض‌اباد ښار ته بوځوو، نو لاره لرې ده او هوا هم سړه ده، لاره کې یې، وضعیت  لاخرابېږي.»

د کندز د خان اباد ولسوالي د «ده‌ویران» کلي اوسېدونکې سهیلا وایی: «سیمه کې مو کلینیک نه‌لرو، له همدې امله ستونزو کې یوو او بېړنیو ستونزو سره مخ کېږو، اړ یو چې یو ساعت د ولسوالي مرکز ته سفر وکړو.»

دوی له مسوولانو په ځانګړې توګه د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه کوي چې په کلیو کې اغېزمن او باکفیته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

تر اوسه د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دغه راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی او د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي او کلیوالو ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د دغه وزارت د پلانونو په اړه هم څه نه‌دي ویلي.

خو تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي وو چې د هېواد د لرو پرتو سيمو تر ٧٠ سلنه ډېر اوسېدونکي لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه‌لري او له ۴۰۰ ولسواليو څخه يواځې ٩٣ يې روغتونونه لري.

مطالب

د هېواد
د لرو سیمو مېرمنې
د روغتیايي خدمتونو
له کمښت شکایت کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ