Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونیسف: افغان ماشومانو ته حرفه‌يي زده‌کړې ورکوو.
۱۸ حمل ۱۴۰۴

یونیسف: افغان ماشومانو ته حرفه‌يي زده‌کړې ورکوو.



د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې افغانستان کې ماشومانو ته مشوره او حرفه‌يي زده‌کړې ورکوي.

دغه بنسټ پر اېکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مشورې او حرفه‌يي زده‌کړو ته د ماشومانو لاسرسي لپاره ۳۰۸ ټولنیزو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې ماشومان ستونزو سره د مخ کېدو پرمهال له پامه غورځول کیږي، ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل کیږي او له کورنیو بېلیږي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د افغانستان برخې ټینګار کړی چې ماشومان سختو شرایطو او ستونزو سره د مخ کېدو پرمهال، یوازې له ټولنیزو کارکوونکو مرسته غواړي.

مطالب

یونیسف
افغان ماشومانو ته
حرفه‌يي زده‌کړې ورکوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ