Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالباري عمر: سږکال به ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.
۱ جوزا ۱۴۰۴

عبدالباري عمر: سږکال به ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.

د برښنا شرکت اجرایي مشر عبدالباري عمر وايي چې هېواد کې د برښنا پراختیا په لړ کې به سږکال ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه، لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

د برښنا شرکت اجرايي مشر زیاته کړه چې سږکال به لغمان کې ۶۵۰۰ کورنيو ته د برښنا خدمات برابر کړي او په وینا یې، د برښنا شبکې پر پراختيا او نوې کولو به اساسي کار وکړي.

عبدالباري عمر همداراز زیاته کړې چې روان کال به د بېلابېلو پروژو په ترڅ کې د ۲۱ میلیارډ افغانیو په لګښت د برښنا کورني تولید پروژې پلې کړي.

نوموړي په یادو مراسمو کې وویل: «برښنا د يوه ملت په سياسي او اقتصادي ازادۍ خونديتوب کې اساسي رول لري. زموږ موخه ولس د برښنا له نعمت څخه برخمن کول، له صنعت څخه ملاتړ او کاري فرصتونو ايجاد لپاره زمينه برابرول دي.»

لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېست‌غونډه کې د سرپرست حکومت یوشمېر نورو چارواکو هم د برښنا برخه کې پر ځان‌بسیاینې او پانګونې ټينګار کړی دی.

مطالب

عبدالباري عمر: سږکال به
۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ