Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مودي خپلو سرتېرو ته: کولی شئ د کشمېر برید غچ واخلئ.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

مودي خپلو سرتېرو ته: کولی شئ د کشمېر برید غچ واخلئ.



هندي رسنیو راپور ورکړی چې کشمیر کې پر سیلانیان له برید وروسته چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته د “عمل ازادي” ورکړه، تر څو د یاد برید غچ واخلي.

د راپورونو له مخې، مودي د هند له امنیتي مسوولاو سره په یوه پټه غونډه کې ویلي چې “د کشمیر د وروستي برید د غبرګون څرنګوالي، هدف او وخت په ټاکلو کې د عمل بشپړه ازادي لري.”

دې سره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي، کره اطلاعات په واک کې لري چې ښیي، هند به له ٢٤ تر ٣٦ ساعتونو پورې په پاکستان بريد کوي.

هغه نن چهارشنبه پر ایکسپاڼه لیکلي چې دغه برید به د کشمیر پهلګام پېښې په غبرګون کې ترسره شي.

هندي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د کشمیر برید کې لاس لري، خو پاکستان دغه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د بې‌پرې څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

مطالب

مودي خپلو سرتېرو ته
کولی شئ د کشمېر برید غچ واخلئ

دا خبر نورو سره شریک کړئ