Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امیرخان متقي: نور هېوادونه هم باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

امیرخان متقي: نور هېوادونه هم باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.



د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل ښه پرمختګ بللی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې دغه لاره تعقیب کړي.

هغه د ډيپلوماسۍ انسټیتيوټ څخه د لسګونه ډيپلوماټانو فراغت غونډې ته وویل، اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو تېرو څو کلونو کې ښې اړیکې لرلي، نو باید ټول هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو لار تعقیب کړي، ترڅو ډېرو پرمختګونو ته لاره هواره شي.

امیرخان متقي دغه غونډه کې همدارنګه بګرام کې د چینایانو حضور په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبره رد کړه.

هغه وویل: «د امریکا ولسمشر څو ځله بګرام کې د چینایانو د حضور خبره کړې، خو دا باید ټولو ته څرګنده وي چې اسلامي امارت هېڅ لوري سره د پوځي حضور په اړه تعامل نه کوي او حاضر نه دی چې د خپلې خاورې یو انچ کې یې بهرنیان پوځي حضور ولري.»

مطالب

امیرخان متقي: نور هېوادونه هم
باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

دا خبر نورو سره شریک کړئ