Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اختر ورځو کې تر سل زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېره لیدنه کړې.
۲۱ جوزا ۱۴۰۴

د اختر ورځو کې تر سل زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېره لیدنه کړې.



د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولانو وايي، د اختر له لومړۍ ورځې تر نن پورې تر سل زره زیاتو هېوادوالو پنجشېر ته د تفريح او سیاحت لپاره سفر کړی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس نصرت الله ملک‌زاده تېره ورځ (سه‌شنبه د جوزا ٢٠) رسنیو ته وویل، سیلانیانو د اختر څلور ورځې په پوره امنیت او ارامۍ سره تېرې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې سيلانيانو تر ډېر د پنجشېر له طبیعي او تاريخي سيمو د لیدنې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی.

تر دې وړاندې د اختر په درېیمه د پکتیا مسوولانو ویلي وو، د لوی اختر دریو ورځو د ځاځي‌اریوب ولسوالي له «سپینې شګې» تفریحي سیمې څخه شاوخوا ۳۰زره سيلانيانو ليدنه کړې.

د یاد شرکت استازي اکبر راحل رسنیو ته وويل چې په ياده تفريحي سيمه کې تر دوه‌ زره خېمې، د ناستې لپاره غرفې، څلورويشت ساعته برښنا، اوبو سېسټم، دوه لوی هوټلونه، ايسکريم خانې، کافي شاپونه او نوربېلابېل خوړن‌ځايونه برابر شوي دي.

مطالب

د اختر ورځو کې تر سل زره زیاتو
سیلانیانو له پنجشېره لیدنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ