Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مودي: پاکستان د تروریزم او ګډوډۍ رامنځته کولو ځای دی.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

مودي: پاکستان د تروریزم او ګډوډۍ رامنځته کولو ځای دی.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان «تروریزم» صادروي او زیاته کړې ده چې نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګریز برید کېږي، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسېږي. مودي له امریکايي پوډکاسټر لېکس فریدمن سره په یوې مرکه کې ویلي چې ترهګرۍ پورې اړوند فعالیتونه په اسلام‌اباد کې کېږي او نوې ډیلي د پاکستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري. د نوموړي په خبره، سره له دې چې هند د پاکستان بېلېدل ومنل؛ خو دا هېواد د سوله‌ییز ګډ ژوند پر ځای پر نیابتي جګړې اوښتی دی. مودي پاکستان د «ګډو‌‌‌‌ډۍ رامنځته کولو» ځای وباله او د پاکستان پر مشرتابه یې غږ کړی چې ترهګري پرېږدي او د سولې لار خپله کړي. د یادونې ده چې مودي دا څرګندونې د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې نوې ډیلي یې له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و.

مطالب

مودي
پاکستان
د تروریزم او ګډوډۍ
رامنځته کولو ځای دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ