Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له لکناو سره لوبه لري.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له لکناو سره لوبه لري.



د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن چینای سوپر کنګز له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، اپرېل ۱۴مه، ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بې‌هاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

افغان لوبغاړی نوراحمد هم له چینای سوپر کنګز سره لوبېږي او روان ای‌پي‌اېل لیګ کې تر ټولو مخکښ توپ‌اچوونکی دی.

نور احمد د چینای لپاره روان لیګ کې په کړیو شپږو سیالیو کې ۱۲ وېکټې اخیستي او له نورو توپ‌اچوونکو مخکې دی. نوموړي پیسې په یوولس وېکټو د لکناو توپ‌اچوونکی شرډول ټاکور او د ډیلي لوبډلې ورو توپ‌اچوونکی کلدیپ یادوف هم ولاړ دی چې لس وېکټې لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبه کې درې ځلې لکنا او یوازې یو ځل چینای لوبډلې بریا خپله کړې ده. یوه لوبه هم په مساوي توګه پای ته رسېدلې.

لکناو له کړیو پنځو سیالیو څخه څلور ګټلي، یوه یې، بایللې او د جدول په پنځم ځای کې شتون لري. چینای بیا له شپږو سیالیو څخه په یوې بریا د جدول وروستي ځای کې دی.

مطالب

ای‌پي‌اېل لیګ
چینای له لکناو سره لوبه لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ