Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د زابل ولایتي روغتون پاتې رغنیزې چارې پشپړې شوې.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

د زابل ولایتي روغتون پاتې رغنیزې چارې پشپړې شوې.

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ولایتي روغتون پاتې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

 سرچینې ویلي، چې په جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ملا بخت‌الرحمن شرافت وویل چې د زابل ولایتي روغتون د ودانۍ نیمګړې چارې د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۱۹ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. 

شرافت زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت زابل ته د روغتیایي خدمتونو د پراخولو او معیاري کولو لپاره ځانګړې پاملرنه لري، ترڅو د دغه ولایت لرې پرتو سیمو ته هم باکیفیته خدمات ورسوي. 

د یادونې وړ ده، چې د زابل ولایتي روغتون په عمومي داخله، جراحي، نسایي ولادي، ماشومانو او پښتورګو څانګو کې خدمات وړاندې کوي او هره ورځ سلګونه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

مطالب

د زابل ولایتي روغتون پاتې
رغنیزې چارې پشپړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ