Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوریه کې ځانمرګی برید؛ ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان دي.
۲ سرطان ۱۴۰۴

سوریه کې ځانمرګی برید؛ ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان دي.

د سوریې د پلازمېنې دمشق ښار اړوند په یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له امله ۲۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ځانمرګی برید هغه مهال شوی چې د دمشق «دویله» سیمې په مارالیاس کلیسا کې ګڼ‌شمېر خلک پر عبادت بوخت وو.

 که څه هم تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو د سوریې کورنیو چارو وزارت ویلي، داعش وسله‌وال کلیسا ته ننوتی او ځان پورې تړلو چادوېدونکو توکو ته له چاودنې ورکولو وړاندې یې، پر خلکو ډزې کړې دي.

ویل کېږي چې د وژل شویو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

د سوریې سنا خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ کسان ټپیان شوي دي. په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

په وروستیو کلونو کې دا په خپل ډول کې لومړی ځانمرګی برید دی چې سوریه کېږي.

د سوریې نوی حکومت که څه هم پر ټول هېواد د یوه واکمن حکومت د جوړېدو هڅه کوي، خو یاد هېواد کې د کوچنیو وسله‌والو له هغې ډلې داعش په څېر ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې لاهم پرځای دي.

مطالب

سوریه کې ځانمرګی برید
۲۲ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ