Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسېد.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسېد.

توماس نیکلاسون  پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه یې ماموریت پای ته رسیدلی دی. 

هغه ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې به د هغه مسوولیتونه د اروپایي ټولنې د بهرني عمل خدماتو کې د افغانستان او پاکستان څانګې د مشر، ډارین دریا په غاړه وي. 

نیکولسن روښانه کړې چې زما استعفا په هیڅ ډول د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په چلند کې د بدلون مانا نه لري. 

نوموړي زیاته کړې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې خلکو ته د ژمنو او د دغې ټولنې د ګټو او ارزښتونو د ساتنې په هدف خپل حضور ته دوام ورکړي. 

توماس نیکولسن د ۱۴۰۰ کال د جون په میاشت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه خپل کار پیل کړی و.

مطالب

افغانستان کې د اروپايي ټولنې
ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسېد

دا خبر نورو سره شریک کړئ