Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ له نن سهار راهیسې ۱۷ کسان وژل شوي.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ له نن سهار راهیسې ۱۷ کسان وژل شوي.

پر غزې د اسراییلو د مرګونو بریدونو او روانې نسل‌وژنې پر دوام، یوازې له نن «دوشنبه، مې ۱۲مه» سهار راهیسې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په بریدونو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

۱۵ کسانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې نن سهار په غزه کې پر یوه ښوونځي اسراییلي ځواکونو برید وکړ.

غزه کې ډېری ښوونځي او روغتیايي مرکزونه د بې‌ځایه شویو پر سرپناه بدل شوي دي. دغلته له جګړې بې‌‌ځایه شوي، په خېمو کې ژوند کوي.

پاتې نور کسان د غزې په نورو سیمو کې د شویو بریدونو پرمهال مړه شوي دي.

غزه کې د اسراییلو روانو بریدونو له کبله تر دې مهاله ۵۲۸۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۹زره نور کسان بیا ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، څه باندې ۶۱زره نور کسان بیا ورک شوي دي.

مطالب

پر غزې د اسراییلو بریدونه
له نن سهار راهیسې ۱۷ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ