Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې ۳۶۴ کسان د جرمونو په تور نیول شوي.
۱۲ جوزا ۱۴۰۴

ننګرهار کې ۳۶۴ کسان د جرمونو په تور نیول شوي.



د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي، تېرو دریو میاشتو کې مرکز جلال‌اباد ښار او ولسوالیو کې ۳۶۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني د امنیتي چارو مرستیال محمد طاهر مبارز نن (دوشنبه، جوزا ۱۲) یوې غونډې ته وویل، نیول شویو کسانو غلا، قتل، د نشه‌یي توکو لیږد، انسان تښتونې، رشوت اخېستو او جرمونو کې لاس درلود چې ځینو څخه یې وسلې هم ترلاسه شوي.

هغه وویل، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت تېرو دوو میاشتو کې ۲۰۴ پېښې ثبت کړي دي.

ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د امنیت د لا ښه‌والي او ټینګښت په موخه دې امنیتي ادارې هڅې لا چټکې کړي.

د جلال‌اباد ښار اوسیدونکي محمد شعیب او عمران له حکومتي مسوولانو غواړي چې چریکي غلاوو مخه دې ونیول شي.

«کوم مجرمین چې نیول کیږي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او مجرمینو ته سخته سزا ورکول شي، ترڅو نورو ته عبرت وګرځي او دغسې جرمونه نور ونه‌کړي.»

«امنیتي ځواکونو غوښتنه کوو چې باید نور هم تېز اقدام وکړي، ترڅو ننګرهار نور هم امن شي او د سوکالۍ طرف ته لاړ شي.»

د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولانو په وینا، تېرو دوو میاشتو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې دوه زره جریبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښت څخه هم پاکه کړې ده.

مطالب

ننګرهار کې ۳۶۴ کسان
د جرمونو په تور نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ