Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ترافیکي پېښو؛ کندوز کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

ترافیکي پېښو؛ کندوز کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندوز ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د اختر په ورځو کې په یاد ولایت کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیارجمعه الدین خاکسار رسنیو ته ویلي چې په یاد ولایت کې د ۲۰ ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه مړه او ۲۰ تنه نورټپیان شوي دي.

 دا په داسې حال کې د اختر په شپو ورځو کې له ډیری ولایتونو څخه د ترافیکي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي، چې تر ډېره یې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي، ګڼه ګوڼه او د ګړندی تګ ښودل شوی ده.

مطالب

ترافیکي پېښو؛ کندوز کې
۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ