Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

BMW خپل نوي ماډل موټر کې ډيپ‌سیک مصنوعي ځیرکتیا کاروي.
۳ ثور ۱۴۰۴

BMW خپل نوي ماډل موټر کې ډيپ‌سیک مصنوعي ځیرکتیا کاروي.

د جرمني د موټرو جوړولو نړیوال شرکت «BMW» وايي چې د روان کال په پای کې به خپل نوي ماډل موټرو کې د مصنوعي ځیرکتیا له ډيپ‌سیک څخه ګټه واخلي.

د یاد شرکت اجراییه مشر اولېور زېپس د شانګهای موټرو نړیوال نندارتون کې ویلي چې خپل نوي تولیدونکي ماډل موټر کې به د ډیپ‌سیک مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه واخلي او په وینا یې، په دې تړاو یې، خپلې هڅې پیل کړي. دي.

نوموړي وویل: «د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې دلته د پام وړ پرمختګونه روان دي. موږ په خپل نوي ماډل موټرو کې د مصنوعي ځیرکتیا د یوځای کېدو برخه کې د همکاریو پیاوړتیا په لټه کې یوو. د روان کال وروستیو کې به ډيپ‌سیک مصنوعي ځیرکتیا خپلو نویو موټرو کې ادغام کړو.»

بي‌اېم ډبلیو د نړۍ په ۱۴۰ هېوادونو کې د خرڅلاو څانګې او د موټرو ترڅنګ د موټرسایکلونو د تولید ۳۰ تولیدي څانګې لري چې څه باندې ۱۵۹زره کارکوونکي ورسره کار کوي.

دغه شرکت ۲۰۲۴کال کې ۲.۴۵ میلیونه مسافروړونکي موټر پلورلي دي.

مطالب

BMW خپل نوي ماډل موټر کې
ډيپ‌سیک مصنوعي ځیرکتیا کاروي

دا خبر نورو سره شریک کړئ