Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا پوهنتون ته د ۲.۵ میلیونه افغانیو لابراتواري وسایل وسپارل شول.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

پکتیا پوهنتون ته د ۲.۵ میلیونه افغانیو لابراتواري وسایل وسپارل شول.



د پکتيا ولايت مقام څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار لپاره د د دوه نيم میلیونه افغانیو په ارزښت مهم وسایل، یاد پوهنتون لابراتوار ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو وسایلو کې د کانګرېټو مقاومتي فشار، د غیرمحدود فشار د مقاومت ازموینې، د خاورې مستقیم غوڅېدنې، د تارکولو ګډولو، د اوبو اندازه کولو ماشیونونه او یوشمېر نور د اړتیا وړ لابراتواري توکي شامل دي.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار چې تېرکال یې د سروې برخې سربېره د خاورې، جغل، کانګرېټ او اسفالټ معلومولو برخې په بشپړه توګه فعالې شوې وې، ځينې برخې به يې، اوس د يادو وسایلو سره فعالې شي.

د يادونې وړ ده چې د انجينري پوهنځي لابراتوار په فعاليدو سره به محصلينو ته د عملي زده کړو برخه کې اسانتياوې رامينځته شي.

مطالب

پکتیا پوهنتون ته
د ۲.۵ میلیونه افغانیو
لابراتواري وسایل وسپارل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ