Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.
۱ جوزا ۱۴۰۴

خوست کې د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

يادې پروژې په ګربزو، اسماعيل خيل مندوزي، عليشرو او سپيرې ولسواليو کې د اوبو او برښنا وزارت له لوري بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې په پار په ګربزو ولسوالي کې جوړه شوې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست مولوي عبدالطيف منصور وويل چې د ليژې اوبو بند ترڅنګ د اوبو مهارولو برخه کې شپږو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست دغه‌راز وويل چې اسلامي امارت د اوبو تنظيم برخه کې د هيواد بېلابېلو برخو کې سترې او وړې پروژې په پلان کې لري.

په بشپړو شويو پروژو کې په ګربزو کې د ليژې بند چې ۵۱ متره اوږدوالی، ۳۹ متره پلنوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري.

 د اوبو د ياد ذخيروي بند ترڅنګ په سپيره ولسوالي کې د ۲۷۹ متره په اوږدوالي استنادي ديوال، د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې ۳۳۸ متره استنادي ديوال او د ۸۶۷ مترو په اوږدوالي کانال، د عليشېرو ولسوالۍ نرګيسي چک‌ډیم او همداشان بيلابيلو سيمو کې د لسو کاريزونو ترميم او پاکوالو پروژې شاملې دي.

د يادو پروژو په بشپړېدو سره د خوست اوسېدونکي هم خوښ څرګندوي چې په دې سره به يې تر يوه بريده د ځمکو خړوبولو برخه کې د اوبو ستونزه حل شي.

د خوست يو تن اوسيدونکي صادق خان غوښتنه وکړه چې لا هم کانالونو، استندادي ديوالونو او د اوبو برخه کې د لا نورو پروژو پلي کيدو ته اړتيا لري.

د مالوماتو له مخې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې خړوبه شي.

مطالب

خوست کې د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې
ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ